۳۲ روغتیايي کارکوونکو ته د ''مدیریت او طبي اخلاقو '' تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام پیل شو
یاد روزنیز پروګرام د عامې روغتیا ښوونې او روزنې ریاست او د روغتیا ملي انسټیټیوټ مدیریت له لوري د دې وزارت دولتي روغتونونو او بېلا بېلو ریاستونو ۳۲ روغتیايي کارکوونکو ته چې موخه یې د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړول او د مدیریت مهارتونو پیاوړتیا ده پیل شو، چې د دوه اوونیو لپاره به دوام ولري.
په دغه روزنیز پروګرام کې هڅه کېږي، چې د روغتیايي خدماتو کیفیت کې ښه والی رامنځته او په دې برخه کې د کارکوونکو ظرفیت لوړ شي.
د یاد پروګرام په نصاب کې ۲۲ مدیریتي او روغتیايي موضوعات شامل دي، چې له ډلې یې کولای شو د مدیریت اصول او مفاهیم، څارنه او ارزونه، اغېزمنې اړیکې، مسلکي چارې، د عامې روغتیا اصول، بنسټونه او طبي اخلاقو یادونه وکړو.
دا چې یاد پروګرام د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او روغتیایي سکټور پیاوړي کولو لپاره ډېر مهم دی، په همدې موخه د مجربو استادانو او متخصصینو له لوري تدریس کېږي.
د دې پروګرام ښوونیز چلند د عملي او نظري زده کړو ترکیب دی او هڅه کېږي، چې لا ښه تدریس لپاره یې د نویو او عصري لارو او عملي تمرینونو په مرسته د زده کړې زمینه برابره شي.