د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې له درملتونونو او عمده درمل پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په اچین او سپین غر ولسوالیو کې ترسره شو، چې پایله کې یې په زیاته اندازه له نېټې تېر او غیر مجاز درمل راټول او دوه درملتونونه او یو عمده پلورنځی له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همداراز، درمل پلورونکو ته جدي سپارښتنه وشوه، چې د غیر معیاري درملو له خرڅلاو ډډه وکړي او درمل په مناسبه بیه وپلوري.