د اکمال تخصص پروګرام کې شاملو ډاکترانو څخه په مرکز او ولایتونو کې د ازموینې اخیستلو پروسه پیل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۱۶
MOPH

د یادې تحریري ازموینه پر مهال د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکتر نثار احمد نیازي، د دغه ریاست مسؤلینو، اړوندو استادانو او د بېلابېلو ادارو استازو شتون درلود.

په دغه ازموینه کې د اکمال تخصص برنامې ته شاملو شاوخوا  ۴۰۰ تنه ډاکترانو ګډون کړی و او په ۹ څانګو (داخله اطفال، عمومي جراحي، د ماشومانو اُرتوپېدي، قلبي داخله، صدري داخله، راډیولوژي، جلدي، نسایي ولادي او هسټوپټالوژي) کې ترې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د هرې څانګې ډاکټرانو لپاره "۲۰" څلور ځوابه پوښتنې جوړې شوې وې، چې د حل لپاره یې یو ساعت وخت په پام کې نیول شوی و، چې دا پوښتنې د اکمال تخصص لوی ریاست مسؤلینو او استادانو له لوري په خوندي توګه د یوې شفافې پروسې له مخې چمتو شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا تحریري ازموینه د ۱۴۰۳ لمریز کال اکمال تخصص برنامې کې شاملو ډاکترانو د ظرفیت لوړونې لپاره اخیستل کېږي او ټول ډاکټران چې په دې برنامه کې شامل دي (له لومړي کال څخه تر وروستي کال پورې) په بر کې نیسي، چې ازموینه به یې په ټولو څانګو کې په مرکز او ولایتونو کې درې ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۱
Background image

خوست ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي فابریکو څخه تر سره شو، چې په کې  ۳۷۹ خصوصي روغتیايي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۱۵
Background image

د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت عملي پروژې پرانیست غونډه تر سره شوه

د هېواد د درملتونونو د سروی او بیا ثبت عملي پروژه د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د رئیسانو او د مرکز او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۵۹
Background image

د متخصصینو او جدي پاملرنې (ICU) برخو مسؤلینو د بستونو ګمارنې په موخه د شرایطو وړ نوماندانو څخه د ازموینې بهیر ترسره شو

دا ازموینه د تخار، کندهار، بلخ، لغمان، پکتیا، خوست، ننګرهار او لغمان ولایتونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د جدي پاملرنې (ICU) پروژې له‌ لوري له ۵۳ تنو نوماندانو څخه. . .

BACK TO NEWS