د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت کابل کې  نور د سترګو ناروغیو درملنې ملي او تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۹
MOPH

په دغه لیدنه کې چې د یاد روغتون رئیس، ډاکټر ظاهر ګل ځدران یې ملتیا کوله، د مالي او اداري چارو مرستیال د دې روغتون بېلا بېلې څانګې ولیدې، د ناروغانو احوال یې واخیست او د روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې ترسره کړې.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس، مالي او اداري چارو مرستیال سره د یاد روغتون شته ستونزې شریکې کړې، چې د بشپړ حل او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې نور د سترګو ناروغیو درملنې ملي روغتون په خپلو ټولو امکاناتو سره بېلا بېلو برخو کې هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د اصلاحاتو، بازار تنظیم او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا، د دې معینیت د رهبرۍ، د بېلابېلو برخو رئیسانو او مشاورینو په شتون کې د هېواد د خوړو او درملو سکتور د فعالیتونو ښه والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له لوري د کابل ولایت په ګزک سیمه کې ۴۹۲۱ کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه توکي د لابراتواري ازموینو په پایلو کې منفي تثبیت شوي، چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت د خوراکي توکو تاسیساتو د څارنې امریت مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال. . .

BACK TO NEWS