د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA) سازمان له مسؤلینو سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۲۱
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA) سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د دې سازمان له اجراییوي معاون او سرمنشي مرستیال انډریو سابرټن سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې افغانستان کې د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا، د اړتیا پر ځای د دوامداره مالي ملاتړ، روغتیا برخه کې د مرستو په غوره مدیریت، روغتیايي ځالو پر زیاتوالي، د ګرځنده ټیمونو په مؤثریت او پر ثابت مرکزونو بدلولو، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د لمړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خپلې وینا په ترڅ کې د روغتیايي خدماتو د لا مؤثریت او مثمریت په موخه شفافیت او د روغتیا وزارت لمړیتوبونو ته پاملرنه اړینه یاده کړه او د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ اړوند یې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت ټینګار وکړ.

بل لور د UNFPA سازمان مرستیال، روغتیايي برخه کې پر شافیت خوښي څرګنده او د افغانستان روغتیایي سیسټم سره یې مرستۍ اړینې وګڼلې، چې په همدې موخه یې د مرستو را جلبولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS