د خصوصي روغتیايي مرکزونو د بهرنيو او کورنيو کارکوونکو د تنظیم لپاره د عامې روغتیا وزارت له لوري ځانګړې کمیټه وګومارل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د طبی شورا لوی رئیس، ډاکتر فقیر محمد زیار په مشرۍ یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې ده، تر څو په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو شتون او فعالیت تنظیم کړي.

یاده کمیټه مسئولیت لري، چې د بهرنیو کارکوونکو تحصیلي اسناد او د اقامت سندونه وڅېړي او د سرغړونو په صورت کې قانوني اقدامات تر سره کړي.

د نظارت پر مهال د کابل ښار په څو روغتیايي مرکزونو کې د هغه بهرنیو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو مسلکي فعالیت، چې رسمي جواز نه درلود ودرول شو، ترڅو له اړوندو ادارو څخه لازم جوازونه ترلاسه کړي.

دغه نظارتي بهیر به ډېر ژر نورو ولایتونو کې هم عملي شي. یاده کمیټه به د کورنیو ډاکترانو کړنې هم وارزوي، چې د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند کېږي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت به د اړتیا په صورت کې د خپلو کاري پروګرامونو ښه‌ والي لپاره لازم اصلاحات هم راولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

هرات ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د هرات عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټڼې امریت له لوري د هرات صنعتي ښارګوټي کې د مینځونکو موادو له څلورو تولیدي فابریکو څخه نظارت تر سره شو.

د یاد نظارت پایله کې ۳۰ بیرل له نېټې تېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۳:۳۹
Background image

د شینوارو ولسوالۍ غني خېلو ۷۵ بستریز روغتون ته د یو سوداګر له لوري د ۱۱ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو عراده امبولانس واخیستل شو

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په هڅو د شینوارو ولسوالۍ یو تن ملي سوداګر اباسین شینواري له لوري د یادې ولسوالۍ اړوند غني خېلو ۷۵ بستریز روغتون ته د ۱۱ زره امریکایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۳:۳۰
Background image

فراه کې له یو شمېر خصوصي روغتونونو او روغتیايي تاسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د فراه د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي شیخ میر "صدام" په هدایت، د یاد ریاست د څارنې او پلټنې امریت د فراه ښار په بېلابېلو سیمو کې له درې درملتونونو، یو خصوصي کلینیک او د خوراکي توکو دوه. . .

BACK TO NEWS