د شینوارو ولسوالۍ غني خېلو ۷۵ بستریز روغتون ته د یو سوداګر له لوري د ۱۱ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو عراده امبولانس واخیستل شو

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په هڅو د شینوارو ولسوالۍ یو تن ملي سوداګر اباسین شینواري له لوري د یادې ولسوالۍ اړوند غني خېلو ۷۵ بستریز روغتون ته د ۱۱ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو عراده مجهز امبولانس واخیستل شو، چې د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شو.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د ملي سوداګر د دې اقدام ستاینه وکړه او په نورو سوداګرو یې غږ وکړ، چې د روغتیایي سکټور په پیاوړتیا کې خپله ونډه واخلي.