د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس په دغه ولایت کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۲۴
MOPH

د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر "صدام" په خپل کاري دفتر کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو، روغتیايي تآسیساتو او د درملو عمده پلورنځیو له مسؤلینو او د دغه مراکزو د اتحادیې له مشر ډاکټر نوروز "صدیقي" سره لیدنه تر سره کړه

د دې ناستې موخه هېواد ته د درملو د قاچاق مخنیوي لپاره د نوي طرزالعمل تشریح او د پلي کېدو څرنګوالی و، چې په اړه یې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو سره د فراه د عامې روغتیا رئیس هر اړخیز معلومات شریک کړل او ویې ویل: "د ټیټ کیفیت لرونکو درملو له واردولو څخه ډډه وکړئ؛ ترڅو هېوادوال باکیفیته او خوندي درمل ترلاسه کړي".

د ناستې ګډونوالو هم د نوي طرزالعمل په پلي کېدو خوښي څرګنده او د عامې روغتیا رئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې دوی به د خلکو د خوندیتوب د تآمین لپاره د ټیټ کیفیت لرونکو درملو له واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له لوري د کابل ولایت په ګزک سیمه کې ۴۹۲۱ کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه توکي د لابراتواري ازموینو په پایلو کې منفي تثبیت شوي، چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت د خوراکي توکو تاسیساتو د څارنې امریت مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال. . .

BACK TO NEWS