د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست او د UNHCR نړیوالې ادارې مسؤلینو ترمنځ د ۱۵ عمومي روغتیایي مرکزونو د سپارلو په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۳
moph

دغه روغتیایي مرکزونه، چې UNHCR نړیوالې ادارې له لوري جوړ شوي، روغتیا وزارت ته یې د سپارلو په اړه پر یو شمېر تخنیکي موضوعاتو بحث او خبرې تر سره شوې؛ له دې مرکزونه څخه به د ۱۱ روغتیایي مرکزونو لپاره د UNHCR ادارې له لوري طبي او غیر طبي تجهیزات هم تدارک کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داوود منصوري د UNHCR ادارې له استازو څخه د مننې تر څنګ وویل، دغه مرکزونه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ورته د عامو خلکو د لاسرسي ښه والي برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام دی او ټینګار یې وکړ، چې یاد روغتیایي مرکزونه دې ژر تر ژره عامې روغتیا وزارت ته تسلیم او فعالیتونه دې پیل کړي؛ څو عام ولس ترې پر وخت لازمه ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، دغو روغتیایي مرکزونو ته دې معیاري تجهیزات وپېرل شي او هم دې په بشپړ دقت او پاملرنې د انتقال او نصب چارې ترسر شي؛ څو د خدماتو کیفیت تضمین شي.

ورته مهال، د UNHCR ادارې استازو د عامې روغتیا وزارت له اغېزمنې همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: موږ ټول ۲۰ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي، چې له ډلې یې ۵ روغتیایي مرکزونه مخکې له مخکې روغتیا وزارت ته سپارل شوي او پاتې ۱۵ روغتیایي مرکزونه به په نږدې راتلونکي کې ورته وسپارل شي او د یادو مرکزونه له ډلې د ۱۱ روغتیایي مرکزونه څخه د هر یو مرکز لپاره د شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت طبي او غیر طبي تجهیزات هم برابر شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

د افغانستان ا.ا. د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه په ویاړ او درنښت سره رپاند شول

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د هېواد د خپلواکۍ د دغه سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وویله او د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت، اسلامي ارزښتونو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

هرات ولایت کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د «دیم فارما» په نوم د درملو یوه تولیدي فابریکه پرانیستل شوه

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د نړیوالو بنسټونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۰
Background image

د هېواد په شمال ځتيځ زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو د خصوصي روغتونونو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند معیارونه او د. . .

BACK TO NEWS