د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ملي تګلاره او د ۲۰۲۳ کال د BPHS او EPHS لګښتونو د راپور شریکه‌ول او تحلیل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۲۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د غیر دولتي سازمانونو د روغتیایي کارکوونکو د معاشاتو ملي پالیسۍ معرفي او د ۲۰۲۳ میلادي کال د BPHS او EPHS د لګښتونو راپور شریکولو او تحلیل ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت د مسؤولینو، نړیوالو اداراتو استازو او د تطبیق کوونکو مؤسساتو د استازو په شتون کې تر سره شو!

په دې ورکشاپ کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي ، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل او تخنیکي همکارانو معلومات شریک کړل، په هیواد کې د روغتیایي کارکوونکو د معاشاتو پر څرنګوالي، په ټول هیواد کې د اصولو او درجه بندۍ په اساس د معاشاتو یو ډول کیدنه، روغتیایي کارکونکو ته د لرې سیمو خدمت او سیمه ایزو مواردو په اساس د معاشاتو تعین او همدارنګه له توپیري چلند پرته د معاشاتو اړوند ویناوې تر سره شوې.

د مجلس په جریان کې د روغتیایي لګښتونو د راپور تحلیل او نتیجه هم د ګډونوالو سره په مفصله توګه شریکه شوه چې په راتلونکي کې به د لګښتونو په تعین کې خورا ګټور ثابت شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له لوري د کابل ولایت په ګزک سیمه کې ۴۹۲۱ کيلو ګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه توکي د لابراتواري ازموینو په پایلو کې منفي تثبیت شوي، چې د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت د خوراکي توکو تاسیساتو د څارنې امریت مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري د مور او ماشوم د تغذیې ملي لارښود د بیاکتنې او نوي کولو په موخه دوه ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره شو

دغه ورکشاپ چې موخه یې د مور او ماشوم د تغذیې برخه کې د موجود ملي لارښود هر اړخیزه تخنیکي بیاکتنه، نوي کول او د نړیوالو شواهدو پر بنسټ د وروستیو سپارښتنو، په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال. . .

BACK TO NEWS