د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کې د درملو له یو شمېر عمده پلورنځیو، درملتونونو، هوټلونو، رسټورانټونو او د خوراکي توکو  پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۶
MOPH

یاد نظارت د هلمند عامې روغتيا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۱۲۰ قلمه له نېټې تېر طبي توکي او ۸۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي، چې ټول ۷۵ کارتنه کېدل، راټول او د له منځه وړلو په موخه د موسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ ګدام ته ولېږدول شول.

دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو او روغتیایي قوانینو د مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې؛ تر څو شفافیت رامنځته او خدمات معیاري شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۱:۴۷
Background image

د عامې روغتيا وزارت د عدلي طب رياست له لوري د عدلي طب اړوند کارکوونکو ته د ''جسدونو مديريت" تر عنوان لاندې درې ورځنی تريننګ تر سره شو

یاد ټریننګ د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) په مالي همکارۍ د عدلي طب په رياست کې ترسره شو، چې د کندهار، پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د عدلي طب کارکوونکو او تخنيکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۱:۴۲
Background image

په خوست ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام لپاره د نوي معیاري زیرمتون د جوړېدو چارې پیل شوې

خوست ولایت کې د کتلوي معافیت (NEPI) پروګرام لپاره د وچ سپلای او تجهیزاتو ساتنې په موخه د شاوخوا ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نوي معیاري زیرمتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

د خوست عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار لپاره له TDH مؤسسې سره د روغتیايي خدمتونو پراختیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۲۲۴۸۱۰) دوه سوه څلور ویشت زره اته سوه لس ډالرو په ارزښت. . .

BACK TO NEWS