د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) سفیر ښاغلي العیاش سره  په خپل کاري دفتر کې لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۹:۴
moph

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د اړیکو په پیاوړتیا ، همدارنګه د ملک سلمان د بشري مرستو او همکارۍ مرکز (KSRelief) لخوا د افغانستان د روغتیایي سکټور د ملاتړ او په افغانستان کې د راتلونکو روغتیايي پروګرامونو په اړه معلومات تبادله شول.

ښاغلي وزیر، د اسلامي همکاریو سازمان رول په اسلامي نړۍ کې ارزښتناکه وباله او زیاته یې کړه، د اسلامي همکارۍ سازمان باید د روغتیا په برخه کې د افغان ولس پیغام او اړتیا له نړۍ سره شریکه کړي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق وباله او ټینګار یې وکړ، چې د روغتیا برخه باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

ښاغلي وزیر همداراز وویل: هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو تر څنګ د خپلې داخلي بودیجې څخه په استفادې د روغتیایي سیسټم پراختیا او معیاري کولو لپاره لا ډېر کار وکړي، چې له نېکه مرغه په دې وروستیو کې په یو شمېر سترو روغتیايي پروژو کار په چټکۍ سره روان دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا ریاست له لوري په ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون کې په عصري وسایلو سمبال د جدي پاملرنې (ICU) څانګه پرانېستل شوه

دغه څانګه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په فعالیت سره به. . .

BACK TO NEWS