د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز له لوري د کونړ زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۴۴
moph

په ترکیې هېواد کې د ا.ا.ا روغتیايي اتشي دوکتور فضل الله سیرت سره د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز (İFAM) رئیس د افغانستان د کونړ له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي په موخه د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته وکړه

یاده مرسته په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، دوکتور فضل‌ الله سیرت ته وسپارل شوه، چې موخه یې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو کورنیو سره مرسته او په دې سختو حالاتو کې د هغوی لاسنیوی دی، چې د اړوندو مسؤلو ارګانونو په همکارۍ به په شفاف ډول زلزله ځپلو هېوادوالو ته ورسول شي.

په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز له دې بشردوستانه اقدام څخه مننه وکړه او دا ډول مرستې یې د زیانمنو خلکو د ژوند ژغورنې او روغتیا خوندیتوب لپاره اغېزمنې وبللې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۱۴
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د ابوعلي سینا دویم څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون رسما پرانیستل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د کونړ ولايت عامې روغتيا رياست سره د اميد زنځیر مؤسسې له لوري د (۳۱۶۴۰) یورو په ارزښت د لسو بېړنيو روغتيايي کيټونو مرسته وشوه

دغه مرسته بېړنیو روغتيايي پېښو ته د ځواب ويلو په موخه شوې، چې د کونړ عامې روغتيا رياست مسؤلينو ته وسپارل شوه.

د عامې روغتيا رياست مسؤلينو د يادې مؤسسې له استازو څخه مننه وکړه او زياته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت کې د ''صادراتو او وارداتو سيستم ډيجيټل کول'' تر سرليک لاندې درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

دغه پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په همکارۍ پيل شو، چې اساسي موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د مديريتي سيستمونو ښه والی، د شفافیت زياتوالی، د اجرائيوي بهيرونو چټکتيا او د. . .

BACK TO NEWS