د عامې روغتیا وزارت اړوند د نیمه پاتې رغنیزو پروژو بیا پیل او تر سره کېدنه!

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو د روغتیا برخه کې یو شمېر نیمه پاتې پروژې بیا پیل شوي چې ځینې یې په دا وروستیو کې تر سره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې ، په لړ کې د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون ودانۍ د پاتې چارو پروژه هم وه، چې د تدارکاتو ملي کمېسیون له لورې منظوره شوې او چارې به یې ډېر ژر تر سره شي.
د یادونې وړ ده چې د روغتیایي نیمه پاتې پروژو په بشپړېدو سره به روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات ، د خدماتو کیفیت به لوړ، مرکزي روغتونونو ته به د ورتګ اړتیا کمه او ګڼې نورې اسانتیاوې رامنځته شي.