د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د ISLAMIC RELIEF مؤسسې له لوري د تمویلونکي روغتیايي مرکز له فعالیتونو څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۵۴
MOPH

یاد نظارت چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د یاد روغتیایي مرکز له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

د نظارت رئیس دغه راز، روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې، درملنې او معیاري خدماتو برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

همداراز، د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې د عامې روغتیا وزارت سره د شوي هوکړه لیک سره سم معیاري او با کیفیته خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې ISLAMIC RELIEF مؤسسه په مرکز کابل کې د روغتیا، ښوونې او معیشیت برخه کې د خدماتو وړاندې کولو مسؤلیت په غاړه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS