په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۶.۷ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۶
MOPH

د وقایې او ناروغیو د کنټرول لوی ریاست د ملي کتلوي معافیت آمریت خبر ورکوي، چې له ۶ میاشتو تر ۱۰ کلونو پورې شاوخوا ۱۶ میلیونه، ۷۱۵ زره او ۱۱۵ ماشومانو ته د ټول هېواد په کچه یې د یو پراخ کمپاین له لارې په دوو پړاوونو کې د شري (سرخکان) واکسین تطبیق کړ.

د دې کمپاین  لومړی پړاو د روان کال د میزان له ۷مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې ترسره شو، په دې پړاو کې کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، دایکندي، غور، فاریاب، بغلان، بادغیس، بامیان او سرپل ولایتونه شامل وو، چې ترڅ کې  ۸ میلیونه ۳۵۹ زره او ۶۶۹ ماشومانو ته تطبیق شو.

د یاد کمپاین دوهم پړاو د روان کال د عقرب له ۷مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې ترسره شو، په دې پړاو کې ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کندهار، زابل، ارزگان، هلمند، فراه، هرات، غور، کندز، سمنګان، جوزجان، کاپیسا، پروان، خوست او نیمروز ولایتونه شامل وو، چې ترڅ کې ۸ میلیونه ۳۵۵ زره او ۴۴۶ ماشومانو ته واکسین تطبیق شو.

د عامې روغتیا وزارت د ملي کتلوي معافیت پروګرام دا کمپاین د شري د خپرېدو د مخنیوي په موخه ترسره کړ، چې د دې ناروغۍ د پېښو په کمېدو او د ماشومانو د مړینې په مخنیوي کې یو مهم او اغېزمن اقدام ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروګرام د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلالي جلالي په رهبرۍ او قوي ملاتړ ترسره شوی دی.

همدارنګه د دې کمپاین مالي ملاتړ د GAVI یا د واکسین نړیوال اتحاد له لوري تر سره شوی، چې د عامې روغتیا وزارت د یاد ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت کې د ''صادراتو او وارداتو سيستم ډيجيټل کول'' تر سرليک لاندې درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

دغه پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په همکارۍ پيل شو، چې اساسي موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د مديريتي سيستمونو ښه والی، د شفافیت زياتوالی، د اجرائيوي بهيرونو چټکتيا او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

نیمروز ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئيس، استاد محمد. . .

BACK TO NEWS