باميان او دايکندي ولايتونو ته د عامې روغتيا نوي رئيسان معرفي شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۰
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د باميان ولايت د عامې روغتيا مخکينی رئيس، ډاکټر جواد حکيمي د دايکندي ولايت د عامې روغتيا رئیس په توګه او د دايکندي ولايت د عامې روغتيا مخکينی رئیس، ډاکټر محمد غني صمیم د باميان ولايت د عامې روغتيا رئیس په توګه وګمارل شول

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستيال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غياثي او مل پلاوي، روغتيايي کارکوونکو، يو شمېر ولايتي مسؤلينو، د‌ سيمو مشرانو او د‌ تطبيق کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستيال، تغیر او تبديل د اسلامي نظام اصل وباله او ويې ويل: (د روغتيايي نظام پياوړتيا او د خدماتو ښه والی د عامې روغتيا وزارت اساسي لومړيتوب دی، په ځانګړې توګه لرې پرتو سيمو کې، هغه زياته کړه، د خلکو ملاتړ، د همکارو ادارو همغږي او د وزارت روښانه پاليسي د اصلاحاتو لپاره قوي بنسټ برابروي، چې دې برخو ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي).

 همداراز، ښاغلي مرستیال نويو رئيسانو ته په ورسپارل شويو مسؤليتونو کې د برياليتوب هيله څرګنده او له هغوی یې وغوښتل، چې د امانت، عدالت، مسلکي مسئوليت او د خلکو د خدمت روحيې پر بنسټ د روغتيايي خدماتو د اغېزمنتيا او همغږۍ پياوړتيا ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

په دایکندي ولایت کې (۶۳۶) قلمه درمل او ۲.۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

دغه توکي او درمل د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د تېرې ربعې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

په خوست، لغمان او بلخ ولایتونو کې له خصوصي روغتیایي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري د روغتیایي قوانینو تطبیق او د خلکو روغتیا خوندیتوب په موخه ترسره شو، چې پایله کې یې ۶ درملتونونه په خوست ولایت کې، ۲ درملتونونه. . .

BACK TO NEWS