د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي دايکندي ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي، الحاج ملا نجيب الله رفيع سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۱۳
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستیال، د خپل سفر اساسي موخې، چې په کې د ياد ولايت د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونه، په يو شمېر ولسواليو کې د عمومي روغتونونو جوړېدو لپاره د سيمو ځانګړي کول او د هېوادوالو اړتیاوو او غوښتنو ته رسېدنه وه، له ښاغلي والي سره شریکې کړې.

ښاغلي مرستیال وویل: (د دې لپاره چې د هېواد ټول اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي، د عامې روغتيا وزارت له لوري د روغتيايي خدمتونو د پراختيا لړۍ پيل شوی او په همدې موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه د عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې روانې دي، چې دايکندي ولایت هم د دې ملي برنامې برخه ده او په نږدې راتلونکي کې به د دې ولایت په څو ولسوالیو کې هم د عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې پيل شي).

دغه راز د دايکندي والي، ښاغلي مرستیال ته ښه راغلاست ووايه د نوموړي سفر يې وستایه او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ یې مننه وکړه، چې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت ښه والي لپاره عملي ګامونه اخلي او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته لازمې روغتيايي اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو مخنیوي او کنټرول لوی ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې روزنیز پروګرام کې چې د لوګر او میدان وردګ ولایتونو ۹۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و، د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۳۲
Background image

د هرات سیمه‌ییز روغتون کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت ظرفیت لوړولو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت برخه د هرات ولایت سیمه ییز روغتون د ظرفیت لوړولو په موخه له Welfare Organization for Poverty Reduction and Advocacy- WOPRA م. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده دوهمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده دوهمه فقره:

هغه اشخاص چې د لېږد او رالېږد وسایل لري او اړوند جوازلیک ونه لري، په هېڅ ډول نه شي. . .

BACK TO NEWS