د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د طبي ټکنالوژۍ څانګې څخه ۲۰ تنه زده کړیالان فارغ شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۵۸
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهان غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ رئیس دوکتور محمد قاسم عادل، د بېلابېلو څانګو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و.

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې خپلې دندې په اخلاص، امانتدارۍ او د مسؤلیت له احساس سره سمې ترسره او هم دې د طبابت اخلاق په عمل کې پلي کړي.

همدارنګه، د انسټیټیوټ علمي مرستیال ډاکټر عبدالستار جبارزي فارغانو ته د فراغت مبارکۍ ترڅنګ د هغوی د کورنیو، استادانو او عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې او ویې ویل: «هیله لرم چې بریالي شئ او د متعهدو کسانو په توګه د ټولنې لپاره د خدمت وړ وکرځئ

د یادونې وړ ده، چې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د مرکز سر بېره په ۱۶ ولایتونو کې هم څانګې لري، چې په دولسو بېلابېلو روغتیایي برخو کې وړ او مسلکي کسان روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت کې د ''صادراتو او وارداتو سيستم ډيجيټل کول'' تر سرليک لاندې درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

دغه پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په همکارۍ پيل شو، چې اساسي موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د مديريتي سيستمونو ښه والی، د شفافیت زياتوالی، د اجرائيوي بهيرونو چټکتيا او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

نیمروز ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئيس، استاد محمد. . .

BACK TO NEWS