د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد پلازمېنې نوي ډهلي کې له جامعه همدرد علمي او تحصیلي بنسټ څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
MOPH

په دې لیدنه کې د جامعه همدرد علمي او تحصیلي بنسټ مسؤلینو او استادانو د افغان تخنیکي ټیم تود هرکلی وکړ او د یاد بنسټ د علمي، څېړنیزو او طبي فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هم د دواړو لورو ترمنځ د دودیز طب په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

بل لور د یاد بنسټ د مشرتابه له لوري ژمنه وشوه، چې د دودیز طب برخه کې به ګډې څېړنې ترسره کېږي، د همدرد لابراتوارونو له لارې به د درملیزو محصولاتو معیاري ارزونې کېږي، علمي تجربې او معلومات به شریکېږي او افغان ډاکټرانو ته به د بورسونو او مسلکي روزنیزو پروګرامونو زمینه هم برابره کړي.

همدارنګه، دواړو لورو دغه ډول علمي او تحصیلي همکاري د عامې روغتیا پیاوړتیا، د دودیز طب معیاري کېدو او د ساینسي بنسټونو د پراختیا لپاره مهمه وبللـه او هوډ یې څرګند کړ، چې دا اړیکې به په دوامدار او اغېزمن ډول لا پراخه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د کندز ولایت البیروني روغتون کې د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د هیموډیالیز مرکز فعال او ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مرکز په فعالیت سره به د پښتورګو ناروغانو د درملنې برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته، د درملنې بهیر به چټک، معیاري او هم به د ناروغانو د درملنې لګښتونه راکم شي.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، پر مهال یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم له. . .

BACK TO NEWS