د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
MOPH

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته وسپارل شول.

له دې درملو څخه ۱۵ قلمه د سیمه‌ ییز روغتون لپاره او ۱۴ قلمه د ولسوالیو روغتونونو لپاره ځانګړي شوي، چې پر ټاکلي وخت به ټولو مرکزونو ته ولېږدول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخصصي او ثالثي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مسلکي کمېټې غړو او د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو په شتون کې د تخصصي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د بلخ ولايت په حوزوي روغتون کې د ملاریا ناروغۍ د تشخیص یو مجهز لابراتوار فعال شو

دغه مجهز او معیاري لابراتوار چې د بلخ عامې روغتیا ریاست په ملاتړ فعال شو، د ملاریا ناروغۍ د دقیق او پر وخت تشخیص، د ناروغانو معیاري درملنې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو برخه کې به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د انتاناتو کنټرول او مخنیوي (IPC) برخه کې د استادانو روزنې (TOT) څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د دې پروګرام موخه په مرکز کابل کې د رابعه بلخي، اندراګاندي د ماشومانو درملنې او استقلال روغتونونو او همدارنګه، د ننګرهار، هرات، فاریاب او پکتیا ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د علمي او. . .

BACK TO NEWS