د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
یادې عملیات خونې د بې پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي او موخه یې د نسایي او ولادي برخې د خدمتونو کیفیت لوړول دي؛ ترڅو د کندز ولایت او شمال ختیځ زون اوسېدونکو ته غوره خدمات وړاندې شي.
د کندز عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد الله حکمت د بې پولې ډاکټرانو دفتر له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دغو عملیات خونو جوړول د روغتیايي خدمتونو ښه والي برخه کې مهم ګام دی.
ورته مهال د بې پولې ډاکټرانو پلاوي د کندز سیمه ییز روغتون د ارتوپیدي څانګې څخه هم لیدنه وکړه او د دې څانګې لپاره یې د پرمختللو طبي وسایلو او تجهیزاتو برخه کې د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ ژمنه وکړه.
