هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د ياد ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۷۱۷ کیلوګرامه له نېټې تېر او بېکیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د ولایت مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
