د عامې روغتيا وزارت د عدلي طب رياست له لوري د عدلي طب اړوند کارکوونکو ته د ''جسدونو مديريت" تر عنوان لاندې درې ورځنی تريننګ تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۱:۴۷
moph

یاد ټریننګ د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) په مالي همکارۍ د عدلي طب په رياست کې ترسره شو، چې د کندهار، پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د عدلي طب کارکوونکو او تخنيکي پرسونل په کې ګډون کړی و.

د دغه تريننګ موخه د جسدونو د مديريت په برخه کې د ګډونوالو د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړول، د عدلي طب له نړيوالو معيارونو سره بلدتيا او د جسدونو د ثبت، ساتنې او لېږد د اصولو عملي زده کړه وه.

په دې تريننګ کې ګډونوالو ته د جسدونو د مديريت اصول، د پېژندنې او ثبت طريقې، د بېړنيو حالاتو مديريت، د عدلي اسنادو ترتيب او عملي تمرينات په تفصيلي ډول وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د «دعوت اصول» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو د ارشاد او دعوت مسؤلینو ته د «دعوت اصول» تر سرلیک لاندې په حضوري او انلاین بڼه یو علمي سیمینار ترسره شو

دغه علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کانګو ناروغۍ په اړه د روغتیايي کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کابل ولایت د مرکزي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو ناروغۍ (CCHF) په اړه یو ورځنی ښوونیز پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۵۰,۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د دوه روغتیایي مرکزونو د ودانیو کارونه بشپړ شول

دغه مرکزونه چې په عصري وسایلو سمبال مجهزې عملیات خونې، فعال د مرکز ګرمۍ او برېښنا منظم سیستمونه لري، د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د دوامداره هڅو په پایله کې د UNHCR مؤسسې په مالي ملاتړ. . .

BACK TO NEWS