تېر کال د محمد علي جناح په تخصصي او ثالثي روغتون کې (۵۵۱۳) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۴۶۶۱) ستر عملیاتونه او (۸۵۲) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۹۹۶۳) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۹۳۷۷۰) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي