تېر کال د پروان په ولایتي روغتون کې (۴۷۴۰) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۲۷۴) ستر عملیاتونه او (۳۴۶۶) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۳۶۵۱) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۲۴۶۸۹۵) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي.