اتاترک د ماشومانو د درملنې روغتون کې د درې پروژو پرانیسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۹:۲۵
Ataturk

په د غه پروژو کې د اکسیجن مرکزي سیستم، ایکوکاردیوګرافي ماشین او لس کارډیک منیټورینګ ماشینونه شامل وو، چې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، الحاج مولوي حبیب الله اخندزاده حامد، د نړیوالو اړیکو رئیس، مولوي محمد داوود منصوري، د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد سفیر، جِنک اونال او ګڼ شمېر روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، الحاج مولوي حبیب الله اخندزاده حامد د افغانستان او د ترکیې هېواد اړیکې ډېرې اړینې وګڼلې او په افغانستان کې یې د دې هېواد د سفیر، جِنک اونال فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان د تل په څېر د یاد هېواد سره ښو او دوامداره اړیکو ته ژمن دی.

په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر، جِنک اونال په روغتیايي برخه کې د مرستې ترسره کول ستر عبادت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې مونږ د یو مسلمان ورور هېواد په توګه له افغانستان سره د نورو پراختیايي برخو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې هم د همکار یو ژمنه کوو، چې په راتلونکي کې به هم په ورته برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکتور، هوټلونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي کارخونو څخه نظارت ترسره شوی

یاد نظارت د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې پایله کې یې د درملو یو عمده پلورنځی او ۲۳ درملتونونه د فارمسست نه شتون له امله وتړل شول.

همدارنګه، ۱۶۵. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱
Background image

خوست ولایت کې ۵۰ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي له منځه یووړل شول

یاد درمل، خوراکي او طبي توکي د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په عقرب، قوس، جدي او دلوې میاشت کې له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه،. . .

BACK TO NEWS