بادغیس ولایت کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته ۲۸ عرادې نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۳
moph

دغه موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، واکسیناتورانو ته د تګ راتګ د اسانتیا، لرو پرتو سیمو ته د هغوی د لاسرسي او په دغو سیمو کې د واکسیناسیون خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د لا ښه والي په موخه برابر او ووېشل شول.

یاد موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا رئیس خان‌محمد همت او د یو شمېر امارتي ادارو د مسؤلینو په شتون کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته وسپارل شول.

د بادغیس عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د یادو وسایطو پر اغېزمنې کارونې او په لرو پرتو سیمو کې د واکسیناسیون خدمتونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: واکسیناتورانو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول کولای شي، ماشومانو ته د اړتیا وړ واکسینونو رسولو او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه لا ښه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS