بلخ د روږدو ناروغانو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۳۷ تنه روږدو کسانو درملنه پیل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۶
MOPH

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ۱۰۰ بستریز کمپ څخه ۳۷ تنه روږدي کسان د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روږدو درملنې سل بستریز روغتون ته لېږدول شوي او له نوملیکنې وروسته بستر شوي دي.

ټاکل شوې، چې دا ناروغان به د ۴۵ ورځنۍ درملنې لاندې وي او د یادې دورې له بشپړېدو وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د بلخ د روږدو ناروغانو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون کې د بستر شویو روږدو ناروغانو شمېر ۱۰۸تنو ته رسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS