بلخ ولایت کې د خوندي وینې او د وینې د خوندي لېږد روزنيز ورکشاپ تر سرلیک لاندې پیل شوی څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
په دې ورکشاپ کې د بلخ، بدخشان او سرپل ولایتونو ۲۳ تنو ګډون کړی و، چې د مجربو استادانو له لوري ورته د خوندي وینې او د وینې خوندي انتقال په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د بلخ عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د دې ډول پروګرامونو جوړول د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې لپاره اغېزمن وبلل او ویې ویل: دغه ریاست هڅه کوي، چې په بېلابېلو اړینو برخو کې روغتیايي کارکوونکو ته دغه ډول پروګرامونه جوړ کړي.
