تورخم ته د سترګو د ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیم ولېږل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۹:۴۲
moph

 د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړي هدایت تورخم ته د سترګو ناروغیو د درملنې یو ګرځنده روغتیايي ټیم چې پر مجهزو درملو او تجهیزاتو سمبال و، ولېږل شو؛ ترڅو بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د سترګو اړوند ناروغیو درملنې برخه کې لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي وزیر، له یاد ټیم څخه وغوښتل، چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د سترګو ناروغیو درملنې برخه کې غوره خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده د بېرته را ستنېدونکو هېوادوالو لپاره په تورخم کې نږدې ۱۲ روغتیایي مراکز په خدماتو بوخت دي، همدارنګه کندهار، نیمروز او نورو فرضي کرښو ته څېرمه سیمو کې هم بېرته راستنېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS