تېر کال د اندراګاندي د ماشومانو درملنې تخصصي او ثالثي روغتون کې (۱۰۹۳۸) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۹
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۷۷۱۵) ستر او (۳۲۲۴) یې واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۴۸۳۰۲) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۲۴۷۴۱۵) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.