تېر کال د دایکندی ولایتي روغتون کې (۳۷۳۹) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي
د یادو عملیاتونو له ډلي (۹۴۹) ستر عملیاتونه او (۲۷۹۰) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۱۳۰۰) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۸۹۲۴۷) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي.