تېر کال د میدان وردګ په ولایتي روغتون کې (۲۱۹۷) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۶
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۱۶۴) ستر عملیاتونه او (۱۰۳۳) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۱۵۹۹) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۶۰۳۱۰) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.