جمهوریت روغتون د سي ټي سکن په عصري دستګاه سمبال شو

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۳:۲۸
جمهوریت روغتون د سي ټي سکن په عصري دستګاه سمبال شو

چهارشنبه، غبرګولی ۱۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د جمهوریت روغتون د سي ټي سکن دستګاه څانګه او د جنډر پر اساس د تاوتریخوالي د کمولو مرکز پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، همدارنګه د دغه روغتون د سیټي سکن دستګاه پرانېسته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په وده کې یو مهم ګام وباله او د روغتون له کار کوونکو یې وغوښتل چې د دې دستګاه ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دې مرکز د جوړولو هدف د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي څخه زیانمن شوي خلکو ته لاسرسی وباله او ویې ویل: د دې مرکز له لارې به د تاوتریخوالي څخه زیانمن شویو خلکو ته روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په پار لاسرسی وشي.

ډاکترمجروح، زیاته کړه د عامې روغتیا وزارت سره له دې چې مالي سرچینو له ستونرو سره مخ دی؛ مګر بیاهم د اړتیا پر اساس یې دا مرکز جوړکړی دی.

په ورته وخت کې، نوموړي د کورونا ویروس له امله رامینځته شوي اوسني حالت ته په اشارې سره، وویل: له بده مرغه دغه ویروس په چټکۍ سره هېواد کې مخ په ډېرېدو دی او موږ په یوه حساس او بحراني حالت کې واقع یو.

ډاکترمجروح، د دغه ویروس پر وړاندې د خلکو بې غوري د اندېښنې وړ موضوع وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې د امکان تر حده په کور کې پاتې شي او د ګڼې ګوڼې ځایونو او غونډو کې له ګډون څخه ډډه وکړئ.

له بلې خوا، په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ښاغلي لیو دوپینګ، د جنډر پر بنسټ د تاوتریخوالي د کمولو مرکز جوړول د جنډر پربنسټ د تاوتریخوالي له امله زیانمنو شویو وګړو ته د لاسرسي او پاملرنې لپاره مهم وباله او د روغتیا سکتور په ځانګړي ډول په دې برخه کې د دغه سازمان پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د جنسیت/جنډر پر اساس د تاوتریخوالي پېښو د لاسرسي په موخه په ولایتونو کې ۳۷ د لاسرسي مرکزونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS