خبرتیا!
موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.
د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ړندوالي کچې کمولو په موخه، د ۱۴۰۵ کال د تلې (میزان) میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست حوزوي روغتون ته استول کېږي او د دې ولایت بېوزلو او اړمنو هېوادوالو ته به په وړیا توګه د سترګو روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د دغه ټیم له لوري به لاندې روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي:
* د ۳۰۰ تنه ناروغانو د سترګو د پردې وړیا عملیات
* د ۶۰۰ تنو لپاره د مطالعې عینکو وېش
* د ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰تنو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو وېش
له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه، چې په پکتیا ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ وي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.
