خوست ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د خوست ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز متون ښار کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې څلور لابراتوارونه او دوه روغتیايي کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او د ځینو درملتونونو څخه یو اندازه له نېټې تېر بې کیفیته درمل راټول او اړوند ځای ته انتقال شو.
