د بلخ، بغلان او سمنګانو ولايتونو روغتیایي مسئولینو ته تخنیکي مشورتي ورکشاپ ترسره شو
د بلخ، بغلان او سمنګانو ولايتونو روغتیایي مسئولینو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په اړه سیمه ییز تخنیکي مشورتي ورکشاپ ترسره شو.
یاد سيمينار چې د بلخ عامې روغتيا رياست له لوري جوړ شوی و، په کې ګډونوالو ته د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د خدماتو د وړاندې کولو میکانیزمونو، د روغتیايي سیستم د ستونزو په حل او د نوښتونو رامنځته کولو په اړه معلومات ورکړل شول.