دطبي تجهیزاتو تدارک او چمتو کولو داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د اندراګاندي د ماشومانو روغتون د زړه جراحي وارد اړتیا وړ د اړینو طبي تجهیزاتو تدارک او چمتو کولو کې چې ریفرنس شمیره یې MOPH/RMCM/1402/NCB/G-01 ده د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي،د یادې پروژې شرطپاڼه د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت د ادویه جاتو لوی مدیریت څخه په سافټ ډول په فلش کې ترلاسه کړي او همدارنګه د تدارکاتو د قانون، طرزالعمل او د شرطپاڼې د شرایطو مطابق دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 14/10/1402 نېټې، د پنجشنبې ورځ د سهار تر لسو بجو پورې ترتیب او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د افر پرانیستې خونې ته چې د کابل ولایت د وزیر محمد اکبرخان مېنې او د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه قرار لري وسپاري، ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانک ګرنټي په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 737,000 اوه سوه اوه دیرش زره افغانۍ دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه  د 14/10/1402 نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي وړاندې کړئ.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۳۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو په شرایطو برابرو شرکتونو ته خبر ورکول کېږي، چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون ریاست په پام کې لري چې د 23 قلمه ( د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا !

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون ریاست په پام کې لري، چې د ۴۹قلمه تنظیفاتي موادو . . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۴:۲۶
Background image

تدارکاتي خبرتیا!

ریفرینس شمېره: (MOPH/NIR/NCB/1404/G1)

د راډویولوژي ملي انسټیټیوټ امریت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو او شرکتونو ته ، چې د راډیولوژي مصرفي مواد واردوي، خبر ورکوي، چې د اګفاء ډیجیټل . . .

Back to tenders