دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري مرستیال دکندهار ولایت دمیرویس حوزوي روغتون څخه څارنې اوارزونې وکړه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د کندهار ولایت د میرویس حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه.
د دغه روغتون د بېلابېلو برخو له څارنې او ارزونې وروسته، د آی سي آر سي له استازو سره په جوړه شوې غونډه کې مالي او اداري مرستیال د دغه روغتون د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په اړه د دغې نړیوالې ادارې له مسوولینو سره خبرې وکړې او په پایله کې یې پرېکړه وشوه، چې د دغه روغتون د کارکوونکو د معاشونو له ورکړې وروسته دې د دغه مرکز لپاره د بسترونو د شمېر د ډېرولو او د لا ډېرو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه عملي تصميم ونيول شي.
د کندهار ولايت د ميرويس روغتون چې د ٣٠٠ بسترونو په لرلو سره په بېلابېلو څانګو کې د دغه ولايت او د کندهار د ګاونډيو ولايتونو خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.