د‌ عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د پراختيايي پروژو د وضعیت ارزونې او تحلیل رسمي بهیر پیل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۳۴
moph

په همدې موخه جوړه شوې غونډه د پلان او پالیسۍ لوی رئيس، ډاکټر سيد رسول منګل په مشرۍ او د مقام د تخنيکي مشاور عبدالوکيل حنفي په همکارۍ ترسره شوه.

 د دې غونډې موخه د عامې روغتيا وزارت اړوند پراختيايي پروژو څېړل، د پروژو د پرمختګ کچه ارزول، د موجوده ستونزو تحلیل او ورته د حل‌لارو مشخص کول او د راتلونکي مالي کال لپاره د اړتیاوو او بودیجوي لومړیتوبونو پر بنسټ واضح پلان ترتیبول وو.

په دې غونډه کې د روانو او پلان شویو پروژو فزیکي او تخنیکي پرمختګ وارزول شو، د تطبیق پر وړاندې موجود اداري، تخنیکي، تدارکاتي او ساحوي خنډونه تثبیت او تحلیل شول او هم د تدارکاتي پلانونو، اړتياوو او تجهیزاتي موادو برابرولو وضعیت وڅېړل شو.

همدارنګه، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو حالت او د پروژو اغېزمنتیا وارزول شوه، واقعي اړتیاوې تثبیت، د منابعو اغېزمن تنظیم ته پاملرنه وشوه او د راتلونکي مالي کال لپاره د بودجې د ترتیب او پلان جوړونې پر څرنګوالي هر اړخيز بحث ترسره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۳۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د افغان حاجيانو درملنې په موخه ۴۲ قلمه بېلا بېل اړين درمل د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شول

دغه درمل د حاجيانو د روغتيا ساتنې، د عامه ناروغيو درملنې او بېړنيو روغتيايي حالاتو ته پر وخت رسېدنې په موخه ياد وزارت ته وسپارل شو، چې د حج فريضې اداء کولو پر مهال به د ټاکل شويو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جنوب غرب زون د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي. . .

BACK TO NEWS