د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي رئیسانو ګډون درلود

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره فکري بنسټ ارزښتناک وباله او یاد هوکړه لیک ته په اشاره یې وویل، د هوکړه لیک په لاسلیک سره به د زده کړیالانو او ډاکټرانو په ظرفیت لوړونه کې د پام وړ بدلون رامنځته، څېړنې به د شواهدو پر بنسټ ترسره او هم به دقیق ارقام تر لاسه او راټول شي.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم یاد هوکړه لیک د ولس او دواړو امارتي ادارو په خیر او ګټه وباله او زیاته یې کړه، موږ باید په پوهنتونونو کې داسې اشخاص و روزو، چې د ټولنې د پر مختګ سبب وګرځي او د عامې روغتیا برخه کې د نورو له احتیاجه خلاص شو.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي د خپلې وینا پر مهال وویل، موخه یې د دې هوکړه لیک د لاسلیک کولو څخه د دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو اړیکو او همکارۍ پراختیا ده، چې په مرستې به یې د طب برخې محصلینو او متخصصینو ته د عملي زده کړو او تحقیقاتو برخه کې لازمې اسانتیاوې او فرصتونه برابر شي.

د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د دواړو ادارو ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو او  غونډه د ښاغلو وزیرانو په هوکړه لیک لاسلیک کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS