د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په لارښوونه ګډ تخنیکي ټیم کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت سیمه ییز روغتون له خدماتي چارو څخه نظارت ترسره کړ

تخنیکي ټیم د سیمه ییز روغتون له بېلابېلو څانګو څخه د نظارت پایله کې ستونزې په نښه او د حل په موخه یې د روغتون له مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو سره شریکې کړې.
بل لور د یاد روغتون مسئولینو او کارکوونکو شته نیمګړتیاوو ته د پاملرنې ډاډ څرګند او د اړتیاوو اړوند یې له تخنیکي ټیم سره خپلې غوښتنې شریکې کړې.