د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بادغیس ته د سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون د خدمتونو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۰
moph

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، د بادغيس والي حافظ محمد امین جان عمري، د ياد ولایت د عامې روغتیا رئيس مولوي خان محمد همت، د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئيسانو او د ولایتي روغتون مسئولینو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر، د روغتیايي کارکوونکو د ترسره کړو خدمتونو ستاینه وکړه، د مل تخنیکي ټیم له لوري په نښه شویو ستونزو اړوند یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه د خپل مسئولیت په اساس وړاندې کړي.

ښاغلي وزیر، دغه راز د یاد روغتون د مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو وړاندیزونه واورېدل او  شته امکاناتو ته په کتو یې د رسېدنې ډاډ ورکړ، چې ورسره به د دغه روغتون خدمتونه لا معیاري او پراخ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS