د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان له سفر څخه تر راستنېدو وروسته د وزارت له مرستیالانو او مرکزي رئیسانو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۱۴
MOPH

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د خپل سفر د لاسته راوړنو، د بېلا بېلو ځایونو څخه د لیدنو، په سعودي عربستان کې د طبي تجهیزاتو او مصنوعي ځیرکتیا نندارتون کې د ګډون، د عربستان هېواد د روغتیا وزیر، د شاه سلمان او ګیټس بنسټونو مسؤلینو او د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې سره د لیدنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه راز، ښاغلي وزیر په دې غونډه کې د ګډونوالو له شتون څخه مننه وکړه او د شته ستونزو د حل په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي، د روغتیا ملي پالیسۍ پر لازم تطبیق، دندو ته پر وخت حاضرېدو ، ژمنتیا او بشپړې همغږۍ ټينګار وکړ.

همداراز، ښاغلي وزیر روغتیا برخه کې د یو بشپړ برېښنایي سیسټم د رامنځته کېدو هدایت وکړ او زیاته یې کړه، موږ باید د نورو له تجربو څخه لازمه ګټه واخلو او د روغتیا برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو؛ تر څو روغتيا برخه د ځان بسیاينې لور ته یوسو او په کور دننه ټولو هېوادوالو ته معياري خدمتونه وړاندې کړو.

همدارنګه، د ناستې ګډونوالو یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله ، دې ته ورته سفرونه یې د روغتیا سکتور لپاره مهم او ګټور وبلل او ښاغلي وزیر ته یې ډاډ ورکړ، چې د شته ستونزو د حل لپاره به خپلې نه ستړې کېدونکې هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS