د اجرااتو د مديریت دفتر عملیاتي طرزالعملونه وارزول شو
عامې روغتيا وزارت د اجرااتو د مديريت دفتر عملياتي طرزالعملونه د یوې ناستې په ترڅ کې وارزول.
دغه طرزالعملونه په مرکز او ولایتونو کې د روغتيايي خدمتونو د ارزونې او د دغه خدمتونو د کیفیت لوړولو په پار رامنځته شوي دي.
یاده ناسته د اجرااتو د مدیریت طرزالعملونو بیا کتنې او له دغه طرزالعملونو څخه په ښه توګه ګټه اخستنې په موخه ترسره شوه.
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور د دې ناستې پر وخت وویل: عامې روغتيا وزارت د معياري عملیاتي طرزالعملونو د بيا کتنې لپاره تخنيکي کمېټې ټاکلې دي ترڅو وکولای شو له دې لارې روغتيايي ستونزې هوارې او د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ
ښه والی رامنځته کړو.
د تيرو تجربو پر اساس نيمگړتیاوی چی موجودی دی هغه ټولی په نظر کی وساتو .
په دي ناسته كي ګډونوالو سره یې په یادو موضوګانو هر اړخیز بحث اوشو او د طرزالعملونو په اړه ېې د روغتيايي خدمتونو د ښه کولو لپاره مسؤلینو ته لازمې لارښونې وکړې.