د اختر په ورځو کې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په پار د روغتیایي سپارښتنو په مراعتولو باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبري ټینګار
![د اختر په ورځو کې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په پار د روغتیایي سپارښتنو په مراعتولو باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبري ټینګار](/sites/default/files/2021-05/186363038_1354100474959128_6625969192320315077_n.jpg)
چهارشنبه، غویی ٢٢/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د حج او اوقافو وزارت او طبي شورا سره په یوه ګډه خبري ناسته کې د اختر په ورځو کې د خلکو لخوا د روغتیایي سپارښتنو په پلي کولو باندې ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په هېواد کې د کورونا ویروس درېیمې څپې له امله د کورونا ویروس پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له خلکو یې وغوښتل چې د اختر په ورځو کې په ګڼه کوڼو ځایونو کې له ګډون ډه ډه وکړي، د لاس ورکولو، روغبړ، مخ ښکلولو او د ماسک کار ول دې مراعت کړي، ترڅو د تېر کال ترخه تجربه تکرار نشي.
هغه د کورونا ویروس د درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت لخوا د ترسره شوي اقداماتو یادونه وکړه او ویې ویل: د عامې روغتیا وزارت د لومړۍ او دویمې څپو په پرتله ډېر اقدامات او تدابیر په پام کې نیولي.
په ټولو ولایتونو کې روغتیایي مرکزونه د امکاناتو له اړخه سمبال دي او په روغتیایي مرکزونو کې کافي بسترونه د ناروغانو لپاره چمتو شوي.
ډاکتر مجروح زیاته کړه: چې په ټولو ولایتونو کې د کورونا لابراتوارونه زیات شوي دي او دا مهال په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې هره ورځ له ٢٥ څخه تر ٢٧ زرو د کورونا نمونو د ازمايښت ظرفیت لري.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کورونا ویروس د نوي ډول په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: په هېواد کې د کورونا ویروس پنځوس سلنه پېښې د انګلیسي ډول ویروس تثبیت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کورونا ویروس د درېیمې څپې په کنټرول کې د خلکو او دولتي بنسټونو رول مهم وباله، په خلکو او اړوندو بنسټونو یې غږ وکړ چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
هغه همدارنګه د کورونا واکسین د ویروس په مخنیوي کې ترټولو مهم فاکتور وباله او زیاته یې کړه چې تر دې دمه شاوخوا ٥٢٠ زره کسانو په افغانستان کې د کورونا واکسین ترلاسه کړی دی.
په ورته وخت کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي امین الدین مظفري، د ناروغیو پر وړاندې درملنه او وقایه د اسلام یو حکم وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته دې پاملرنه وکړي او د کورونا ویروس په وړاندې دې ځان وقایه کړي.
مولوي مظفري د هېواد ټولو علماوؤ ته لارښوونه وکړه چې د اختر لمونځ دې د الهي لارښوونو سره سم په آزاده هوا کې په جوماتونو کې ادا کړي او لمونځ کوونکي دې خبر کړي ترڅو دوی ټولنیز واټن مراعت کړي.
دغه راز د طبي شورا رئیسې ډاکټر نسرین اوریاخېل د عامې روغتیا وزارت سره د طبي شورا پر بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روغتیا له سکتور سره د لومړۍ او دویمې څپې په څېر د همکارۍ او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څخه څارنې لپاره ژمن یو.