د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې له نوي استازي، ښاغلي تاج الدین اوېلا سره تعرفي  لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۴:۷
MOPH

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د روغتیا په برخه کې د یادې ادارې پر دوامداره همکاریو، د روغتیايي برخو پر تخنیکي ملاتړ، د دواړو لورو تر منځ پر لا زیاتې  همغږۍ او ګڼو نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د خپلو لومړیتوبونو څخه وګاڼه او یې ویل، موږ هڅه کوو؛ تر څو د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه او هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

له بل لوري د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې استازي د روغتیا په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ غوره همغږۍ ته په اشارې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د روغتیا مجلې لپاره د لیکنو غوښتنه !

د عامې روغتيا وزارت د روغتيا ارتقاء ډېپارټمنټ په پام کې لري، چې د روغتيايي کارکوونکو د مسلکي پوهې د پياوړتيا په موخه د روغتيا مجلې دويم پړاو درېیمه ګڼه خپره کړي.

په همدې موخه د روغتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د بامیان روغتیايي مرکزونو د ارزونې موخه؛ د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني له مل تخنیکي ټیم سره ګډ نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه له ولایتي روغتون او یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

په کابل ښار کې د غیر قانوني درملتونونو پر ضد د خوړو او درملو معینیت درې میاشتنۍ څارنه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست مسئولینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د  تېرو درې میاشتو موده کې له (۱۷۷۶) بابه درملتونونو څخه څارنې تر سره کړي، چې. . .

BACK TO NEWS