د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو نوی مرستیال معرفي شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۴:۱۹
MOPH

 په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا  وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د چارو ادارې مرستیال، ښاغلي مولوي سیف الدین تائب او د  یاد وزارت اړوند، ګڼ شمېر رئیسانو شتون درلود.

 د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل دی او په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې د کاري چارو د ښه والي په موخه ښاغلی، مولوي عبدالولي حقاني د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د نوي مرستیال په توګه دغه وزارت ته ور وپېژندل شو.

د عامې روغتیا وزیر د یاد وزارت نوي معرفي شوي مرستیال ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د دې ادارې له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو د اړمندو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

مولوي نور جلال جلالي په کندز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو تر منځ ګډه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د وقایوي طب، معالجوي طب، اقتصاد او د روغتیا تمویل ریاستونو او کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه. . .

BACK TO NEWS