د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی پاکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د College of physician and surgeons اسلام آباد څانګې له رئیس، ډاکټر شعیب شفیع او یو شمېر افغان محصلینو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۸:۵۹
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی پاکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د College of physician and surgeons اسلام آباد څانګې له رئیس، ډاکټر شعیب شفیع او یو شمېر افغان محصلینو سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي په دې لیدنه کې پر ګڼو روغتیايي موضوعاتو د بحث تر څنګ د CPSP څانګې له مسؤل څخه وغوښتل، چې دFCPS  پروګرام لپاره په افغانستان کې هم په انلاین یا فزیکي بڼه ازموینه واخیستل شي او یاد پروګرام دې د افغانستان په یو روغتون کې هم پیل شي؛ تر څو افغانان هم د دې پروګرام له ګټو څخه برخمن شي.

د CPSP پروګرام مسؤل په ياده برخه کې د پوره همکارۍ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به یو پلاوی د دې پروګرام د پيل او د روغتون د انتخاب په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد همداراز په یاد هېواد کې د افغان محصلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د CPSP پروګرام اوسمهال په نیپال، ایرلینډ، متحده عربي امارات او ګڼ شمېر نورو هېوادونو کې پلي کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۴۲
Background image

پکتیا، لغمان، لوګر او کونړ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې پکتیا ولایت کې ۴۵ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي او لغمان ولایت کې ۲۳ قلمه خوراکي مواد راټول او د له منځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیک بورډ لومړۍ غونډه ترسره شوه

دا غونډه د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي، د تخصصي روغتونونو د استادانو، د اکاډمیکو چارو د همغږۍ رئیس او د دې ریاست د عملیاتي رئیس په شتون کې د اکمال تخصص لوی ریاست په دفتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

لوګر، پنجشیر او بادغیس ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي او ارایشي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې لوګر ولایت کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول، پنجشیر ولایت کې ۲۰ قلمه. . .

BACK TO NEWS